ټولنه

په ګرديز کې د ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ګرديز باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د پکتيا ولايت د ګرديز ښار د حبيب کلا په سيمه کې د خواجه علي د دينې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ديني مدرسه د پوهنې وزارت  له خوا په څلور جريبه ځمکه کې جوړيږي چې اته درسې خونې او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،دغه ديني مدرسه د دولسو ميليونو افغانيو په لګښت سره په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول سره جوړيږي چې د يو کال په اوږدو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
کټوازي زياته کړه چې د دغې مدرسې په جوړېدو سره به يولس سوه زده کوونکو ته د ديني زده کړو زمينه برابره شي.
هغه ډاډ ورکړ چې  اسلامي زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا يې د کارونو له لومړيتوبونو څخه دي.
د یادونې وړه ده چې اوسمهال په پکتيا ولايت کې شپاړلس رسمي دينې مدرسې فعاليت کوي چې شاوخوا ۹۰۰۰ زره تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي چې له جملې څخه يې ۳۰۰۰ زره  نجونې دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته