روغتیا

د احمد شاهي لوبغالي د چمن د جوړېدو چارې پیل شوې

قندهار باختر د وري د میاشتې ۲۶ مه
په قندهار ولایت کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د احمدشاهي لوبغالي لپاره د مصنوعي چمن د جوړېدو چارې پيل شوې.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له  مخې.
په همدې موخه پرون د هېواد د المپيک او فوټبال فدراسيون عمومي ريېسانوقندهار ته سفر وکړ چې په ترڅ کې يې د دغه ولایت د ولایتي ادارې له مسوولینو سره هم وکتل.
د کتنې پر مهال په قندهار ښار او ولسواليو کې ځوانانو ته د سپورټ په برخه کې د امکانانو پر چمتوالي، راتلوونکو پلانونو او ستونزو د حل په موخه مفصل خبرې وشوې.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا ويل چې، په کمو امکاناتو سره يې د سپورټ په برخه کې ستر ګامونه اخیستي او په وينا يې چې لا هم پراخې هڅې کوي تر څو قندهاري ځوانانو ته د سپورټ او زده کړو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د فوټبال فدراسيون عمومي ريېس ډګرجنرال څارنوال کرام الدين کریم بيا ژمنه وکړه،چې د احمدشاهي لوبغالي په شمول به ۲۰۰ زره ډالره نور امکانات هم د قندهار د فوټبال فدارسيون ته ورکړي تر څو د سپورټ لپاره یو بل لوبغالى هم جوړ کړل شي.
د هېواد د بدني روزنې ريېس حفيظ الله ولي رحيمي وويل ، چې د قندهار د ځوانانو، ماشومانو اوسپورټ د مينوالو لپاره به اسانتياوې برابرې کړي.
په غونډه کې د قندهار ښاروال انجینر روښان ولسمل راغلو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د قندهار ښار په څلورو لورو کې دې ساحه په نښه کړي، څو د سپورټ مینوالو ته پکې لازمي اسانتياوې برابرې شي.
هغه زياته کړه په حميدي مينه کې ۲۰ جریبه ځمکه د سپورټ لپاره ځانګړې شوې ده، تر څو د سپورټ په برخه کې په کې پانګونه وشي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته