ټولنه

دبيارغاونې لپاره دپکتيا دنوې والي ژمنې.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دپکتيا نوى والي ددغه ولايت په مرکز ګرديز کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې اړوندو مامورينو او خلکو ته معرفي شو.
دپکتيا دوالي وياند دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : جنرال زلمى ويسا چې دجمهوري رياست له خوا دپکتيا دنوي والي په توګه ټاکل شوى دى نن دهغه دمعرفي کولو په مراسمو کې دولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ،قومي مشرانو د ادارو رييسانو ،ځوانانو او د رسنيو چارواکو ګډون کړى و.
دپکتيا نوي والي د ده دمعرفي کولو په مراسمو کې وويل: دقانون د تطبيق په تيره بيا دغصب شويو ځمکو دبيا ترلاسه کولو په لاره کې ځان مسوول بولم او هيله لرم چې خلک له ماسره همکار واوسي که چيرې دخلکو همکارى نه وي په يوازيتوب سره به کوم کارترسره نه شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته