سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد د ولایتونو د ملي امنیت دریاستونو له رئیسانو او مسوولینو سره وکتل

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د هېواد د ولایتونو د ملي امنیت ریاستونو له رئیسانو او مسوولینو سره وکتل.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست او مرستیالانو هم په کې حضور درلود، د هېواد د ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو او مسوولینو د اړوندو ولایتونو د امنیتی وضعیت د ښه والي په خاطر د خپلو فعالیتونو په هکله د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د هغوی د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، تاسو د دې وطن مدافعان یاست، ستاسو زياترو نومونه ستاسو د دندې په دلیل له خلکو سره نه یادېږي، خو ستاسو سرښندنې، فداکاري او خدمتونه تل د افغانستان د دولت او خلکو په یاد دي او ستاینه یې کوي.
جمهور رئیس زیاته کړه، تاسو زموږ د خلکو او خاورې پر ضد د ورانکاروعملونو او ګواښوونو د مخنیوي او تشخیص تر څنګ د محاربوي عملیاتو د ترسره کولو لپاره هم خپلې ټټرونه ډال کړې دي، چې د هېواد د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د زړه له کومې له تاسو څخه مننه کوم.
محمد اشرف غني وویل، زه او د افغانستان خلک ډاډ درکوو، چې د بهرنیو استخباراتو د عملیاتو او دسیسو د دفعه کولو او شنډولو په برخه کې د هېواد د نافذه قوانیوپه چوکاټ کې ستاسو ملاتړ کوو.
جمهور رئیس له هغوی څخه وغوښتل، چې د خپل وطن او خلکو د دفاع لپاره خپلې هڅې زیاتې او دوامداره کړي.
جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې هغوی ته په خطاب کې وویل، د اړوندو ولایتونو او زون د امنیت د ښه تامین لپاره خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول جمهوري ریاست ته وړاندې کړئ، تر څو د هغو په رڼا کې  د هېواد د امنیت د ښه تامین لپاره وروستي اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته