کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
لکه څنګه چې ټولو ښاریانو ته څرګنده ده، په سوداګریزو ودانیو کې د موټرو لپاره د پارکینګ نشتوالي له امله ښاريان د پېر او پلور لپاره د سړک پر غاړه خپل موټر دروي، چې دا کار د ګڼه ګوڼې او ښاري ګډوډۍ لامل شوی دی.
په همدې موخه ، د ښاري نظم د ښه والي او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، کابل ښاروالۍ د سوداګریزو ودانیو مالکانو ته خبر ورکوي چې، ژر تر ژره د موټرو د پارکینګ لپاره د خپلې ودانۍ اړوند لاندنی پوړ ځانګړی کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي، بیا به دوی د شکایت حق ونه لري.