اقتصاد

د جلال اباد ښارپه درېیمې ناحیې کې د نږدې ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پیل شوې .

کابل /  د چنګاښ ٥ مه / باختر
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند پنځم ګذر کې د جلال اباد ښاروالۍ ترچتر لاندې د ولسي تړون ملي پروګرام د ۱۱۹۰۰۴۰۰ افغانيو په لګښت د فرعي سړکونو، ويالو، د ويالو د سر جاليو اچولو او استنادي ديوال د جوړولو چارې پيل کړې، چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي او درې زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
باخترآژانس ته په رارسېدلى خبرکې ويل شوي دي.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د يادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وويل، چې دغه پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام د څه کم دولس ميليونه افغانيو په مالي لګښت د درېيمې ناحيې په پنځم ګذر کې پلې کيږي.
ښاروال وويل، په دغو پروژو کې د ۲۴۳۸ متره فرعي سړکونو، ۱۱۲۸ مترو په اوږ والې ويلې، ۴۹۴ مترو په اوږ والې د ويالو د سر جالۍ، ۳۰۵ استنادي ديوال، او د اوبو څلور څاګانې شاملې دي.
پاى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته