خبرونهاقتصادTOPټولنه

د بغلان د برېښنا ریاست ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۹ مه، باختر

د بغلان د برېښنا غوري ریاست مسوولینو د روان کال په تېره میاشت کې د برېښنا صرفیې او متفرقه خدمتونو له درکه د ۵۳ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د بغلان د برېښنا شرکت رییس ملا سردار ولي حمزه د باخترآژانس خبریال ته وویل:«موږ په ډېرو هڅو سره وکولای شول د روان کال د مرغومې په میاشت کې  ۵۳ میلیونه افغانی عواید راټول کړي و، په داسې حال کې چې د لیندۍ په میاشت راټول شوي عواید له ۳۷ میلیونه افغانیو څخه زیات وو».

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې عواید په شفاف ډول راټولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته