امنیت

دطالبانو درې تنه قوماندانان و وژل شول اودرې تنه نوريې ونيول شول.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
دوسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان ددغې ډلې له اوو تنو افرادوسره په افغانستان کې دافغان اوناټو دځواکونود عملياتو په  بهيرکې ونيول شول.
په همدې حال کې ناټو وايي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو درې تنه نور قوماندانان ددغې ډلې له اوو تنو افرادوسره نيول شوي دي.
باختراژانس  دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو قوماندانانو نن سهار دتخار داشکمش ، دهلمند دنادغلي اونهرسراج اودننګرهار ولايت دشيزادو ولسواليو په مربوطاتو کې کله چې ديولړتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و بريد وشو او ووژل شول او ونيول شول.
ناټو وايي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې ديولړتروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله.
ويل کيږي چې ددغو عملياتوپه بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې هم ترلاسه شوي دي.
دناټو په خبرپاڼه کې دافغان او بهرنيو ځواکونو اودملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته