امنیت

دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وفات شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر چې تيره اوونۍ د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې سخت ټپي شوى و نن وفات شو.
دغور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام مصطفي محسني دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد زمان عظيمي تيره اوونۍ له وسله والو طالبانو سره دنښتې په بهير کې په سرکې دګولۍ دلګيدو له امله سخت ټپي شوى و او په هرات ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو په روغتون کې بستر شوى و چې دټپونو د ژورتيا له امله نن وفات شو.
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد زمان عظيمي په دندې ژمن سړى واو دامنيت په تامينولو او له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې يې کارنده ونډه اخستله او دخپل ماموريت په دوران کې يې ښې کړنې ترسره کړي دي ارواح دې ښاده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته