ټولنه

يو تن په بغلان کې په شل کاله بند محکوم شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٦ :
په بغلان ولايت کې د وژنې په جرم يو تورن په يوه علني محکمه کې نن په شل کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د بغلان ولايت د استيناف محکمې رئيس قانونپوه مولوي محمدحسن صديقي  باختر آژانس ته وويل: د دهنه غوري ولسوالۍ اوسيدونکى قدرت الله د محمود زوى چې په وژنې تورن دى؛ په يوه علني قضايي محکمه کې په شل کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د ده دڅرګندونوله مخې: سږکال اته سوه دوسيې په دغې ادارې کې تر دوران  لاندې وې چې اووه سوه دوسيې يې څيړل شوې او پاتې نور يې تر دوران لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته