کابل / دکب ٢٤مه /باختر :
په قندهار کې د شهيدجنرال عبدالرازق په نامه د غړو د ښکلاسيالۍ ترسره شوې.
په دې سياليو کې د هېواد د ١٢ ولايتونو په لسګونو ورزشکارانو ګډون کړى وو.
د قندهار د ورزش ادارې يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغو سياليو هدف د ورزش وده او دغه راز له ناوړو کارونو څخه مخنيوى دى.
دغه راز د دغوسياليو په ترسره کولو سره د شهيد جنرال عبدالرازق درناوى هم شوې دى.
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب له ځوانانو وغوښتل چې ورزش ته مخه وکړي چې ښه روغتيا ولري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ