ټولنه

ډاکتر کمال سادات: ځوانان د نن او سباپانګه ده

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات له ځوانانوڅخه  وغوښتل چې له هلو ځلوسره زده کړي، ژوند ښه کړي او له نورو سره مرسته وکړي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:  
کمال سادات چې د حقوقي ځواکمنۍ تر عنوان لاندې ورکشاپ د پرانستلو په مراسموکې چې (بدلون لپاره د ښځو او ځوانانو د موسسې) له خوا جوړ شوى و، خبرې کولې په هېوادکې نامساعد ټولنيز حالت ته په اشارې سره له ځوانانو څخه وغوښتل چې زده کړې او له يوبل سره مرسته وکړي.
ده د دغه ټکي په بيانولو سره چې ځوانان د دې هېواد د نن او سبا پانګه ده؛ له نجونو او هلکانو څخه وغوښتل چې له شتو فرصتونوڅخه استفاده وکړي او د ملي شورا په انتخابات کې دې ګډون وکړي .
په دې  ورکشاپ کې يوشمېر مدني فعالانو او د رسنيو کارکوونکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته