-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په زابل کې خبريالانو د ملي امنيت له زندان څخه د يوه خبريال د ازادولو غوښتونکي شول .
د بيان د سيمه ييز راډيو ګانو خبريال محبوب حکيمي اوپه زابل کې شکلا پنځه ورځې مخکې په قلات ښار کې د ملي امنيت د مامورانو له خوا ونيول شو.
په زابل کې سيمه ييز خبريال انور الله انوري وايي: چې هغوى د محبوب حکيمي دحالت په باب اندېښمن دي اوله حکومت څخه غواړي چې هغه له بند څخه ازاد کړي .
د زابل د ملي امنيت خبرځايونه وايي چې محبوب حکيمي په يوې ټولنېزې شبکې کې جمهور رييس ته توهين کړى دى له دې امله يې په نيولويې اقدام کړي دي .
خومحبوب حکيمي له زندان څخه په يوتصويري پيغام کې چې فيسبوک يې هک شوى و هغه پيغام چې جمهور رييس ته پکې توهين شوى و ، نه دى ليکلى . ختم _ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل