ټولنه

د پروان والي: د بګرام د اوسيدونکو ستونزې حل کېږي

کابل/ باختر/ د زمري٣٠مه
د بګرام ولسوالۍ يوشمېراوسيدونکونن دپروان له والي سره په کتنه کې د خپلو ستونزو  د څېړنې او حل کېدو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغو اوسيدونکو وويل چې د دوى ځمکې او کورونه د هغو سختو اورښتونو او سيلاوونو په پايله کې چې شپږ مياشتې مخکې را ووتل، ويجاړ شوي دي او تر اوسه تر خيمو لاندې او په آزاده فضا کې چې توده او سوځنده ده؛ شپې سبا کوي .
هغوى وويل چې په دې موده کې له دوى سره د دولت او مرستندويو موسسو له لوري کومه مرسته نه ده شوې.
د پروان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د تياري ادارې د زيانونو د څارنې او څېړنې مدير محمد رفيع وويل چې د هغوى د سروې پربنسټ، په بګرام ولسوالۍ کې ١٧٠ کورنۍ چې د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوې دي؛ تر خيمو لاندې شپې سبا کوي.
هغه وويل چې د پروان له پېښوسره د مبارزې ادارې له دولتي ادارو او مرستندويو موسسو سره په همکارۍ يو اندازه خوراکي توکي او لګښتي مالونه پر هغوى وېشلي دي او هرې کورنۍ ته چې کور يې ويجاړ شوى دى؛ ١٥٠٠٠ افغانۍ پيشنهاد کړې دي چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې به پر هغوى ووېشل شي.
له بلې خوا د پروان والي فضل الدين عيار په بګرام کې د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو شويو کسانو سره په کتنه کې له هغوى سره ژمنه وکړه چې د سيلاوونو د مخنيوي په موخه به د اوبو کانالونو، پلګوټو او د ساتنيزو دېوالونو د جوړولو لپاره ډېر ژر اقدام وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته