امنیت

په هرات کې څلور تنه له جنګي وسايلو سره ونيول شول

کابل / د وږي١٤مه / باختر د هرات پوليسو دوه کسان په دغه ولايت کې له طالبانو سره د همکارۍ او دوه تنه نور يې د غيرقانوني وسلو د ساتنې په شک ونيول. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دوه کسان له طالبانو سره د همکارۍ په شک د دغه ولايت د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول. دغه راز د هرات پوليسو دوه نور کسان يې د هرات ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د غيرقانوني وسلو د ساتنې په تړاو ونيول. هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته