امنیت

د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د کشم ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال تېره شپه له دريو تنو افرادو سره يې ونيول شو.
د بدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو نومول شوى ولسوال قاري ناصر له دريو تنو افرادو سره يې د کشم ولسوالۍ د چين د سيمې د چهار مغز درې په کلي کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له نيول شويوکسانوڅخه يو توغندى ويشتوونکى، څلور کلاشينکوفونه او په چاوديدونکي توکو بار يو سراچه موټر دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
فروتن زياته کړه: قاري ناصرغوښتل له دغو توکو څخه دمرکز او يا دبدخشان ولايت د ولسواليو دګڼ ميشتو سيمو په نا امنه کولوکې استفاده وکړي.
ويل کيږي قاري ناصر د کشم د پخواني ولسوال عبدالجبار په وژلو، په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په سرتيرو په بريدکې او د آنتن په ساحه کې د يوې ځوانې نجلۍ په صحرايي محاکمه کې ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته