اقتصاد

په کندز ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام ١٥٩ پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
  ١٥٩ پروژې  دروان کال په شپږو مياشتو کې دملي پيوستون دپروګرام له لارې  په کندز ولايت کې بشپړې شوي دي .
دغه پروژې دخلکو له اړتياوو سره سمې  ددشت ارچي او دحضرت امام  صاحب  په ولسواليو او دکندز ښار په مربوطاتو کې  بشپړې شوي دي .
دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولواو پراختيارييس  انجنير  حکيمي دباختر اژانس  خبريال ته وويل: دغه پروژې  چې د ٨٦ کيلومترو په اوږدوالي دسړک جوړول او کړيړ اچول  د ٥٠٣ پلګوټو  جوړول ، د څښاک داوبو د ٣٣١ څاه ګانو  کيندل د يوولسو ټولنيزو مرکزونو او د٢٠٧٦ مترو په اوږدوالي داوبو رسولو د شبکې غځول  ، داوبو دبند جوړول  ، د ٤٠ حقابو  جوړول ،  دښاري بريښنا  دشبکې غځول  او داستادي ډيوال جوړول له هغو پروژو څخه  دى چې دحضرت امام صاحب  اود دشت ارچي په ولسواليو او دکندز ښار په مربوطاتو کې بشپړې شوي دي .
حکيمي  زياته کړه :په دغو پروژو چې  ٤٢ زره کورنۍ  ورڅخه ګټه اخلي څلور اتيا مليونه افغانۍ  لګيدلي دي . چې دکليو دبيا جوړولواو پراختيا وزارت له  بودجې څخه تمويل شوى دى .
  ده وويل: په راتلونکو شپږ مياشتو کې  په هغه  ١٠٥ نورې پروژې چې دسيمه ئيزو انکشافي شوراګانو له خوا طرحه شوي دي د ١٣٩١ کال تر پايه پورې بشپړې شي .
  ده وويل  په تيرو څو کلونوکې دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دڅه دپاسه يو مليارد افغانيو په لګښت په دغه ولايت کې څه دپاسه دوه زره انکشافي پروژې  بشپړې اوګټې اخستنې  ته سپارلي دي  چې څه دپاسه ٢٤٠ زره کليوالي کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته