کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د مظاهرو او غونډو د حقوقي او تکتيکي مواردو تر عنوان لاندې دوه ورځنى سيمينار د پوليسو په اکاډمۍ کې جوړ شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې سيمينارکې د مرکز او ولايتونو د امنيه قوماندانيو د ښوونې او روزنې آمرينو ګډون کړى و .
د کورنيو چارو وزارت اداري معين لوى پاسوال اکرام الدين ياور وويل: دغه شان سيمينارونه د قانون له مخې د غونډو او مظاهرو د امنيت د تامينولو په لاره کې ګټور دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ