امنیت

دميدان وردګو د سيداباد له پوځي مرکز څخه دلسګونو تنو ځوانانو فراغت

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دميدان وردګو ولايت دسيدابادولسوالۍ  دپوځي تعليماتو له مرکزڅخه دوه سوه څلور شپيته تنه له فراغت وروسته په دغه ولايت کې دپوليسو په ليکو کې  جذب شول.

دغو ځوانانو  دشپږو مياشتو لپاره دافغاني ، رومانياني ، چکي او امريکايي ښوونکوله خوا روزل شوي و  .

دميدان وردګو والي محمدحليم فدايي وايي  چې دپوليسوپه ليکو کې ددغوروزل شويو ځوانانو پيوستون  به ددغه ولايت  په امنيتي حالت مثبته اغيزه وکړي .

دميدان وردگووالي چې دباختر اطلاعاتي اژانس له خبريال سره يې خبري کولي  هيله وکړه چې  دغه نوى جوړشوي مرکز په راتلوونکې دوره کې وکولاي شي دافغاني  اوبهرنيو ښوونکوپه مرسته له پوليسي  دنده سره سلګونو تنه علاقمند ځوانان   وروزي او دپوليسو ليکو ته يي وړاندې کړي.

دسيداباد دپوځي ز ده کړي دمرکز قوماندان سمونوال جلال الدين وايي  چې  يو زرو اته سوه تنو ځوانانو دپوځي زده کړو اوپه پوځي ليکو کې دجذب په خاطر په دغه مرکز کې نومونه ليکلي دي .

دسيداباد په ولسوالۍ کې دپوځي زده کړو مرکز شپږمياشتې مخکې  دامريکا په مالي مرسته  جوړشوي   او دا له دغه مرکز څخه دفراغت لومړي دوره ده .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته