سیاست

خيال محمد حسيني د زابل د والي په توګه وټاکل شو

قلات باختر د لیندۍ ۱۲ مه
خيال محمد حسيني د زابل د والي او رحمت الله يارمل يې د مرستيال په توګه وټاکل شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه رابلل شوې وه، د زابل نوي والي خيال محمد حسيني په خپله پيليزه وينا کې وویل چې لومړیتوب به سولې ته ورکوي.
هغه وویل چې د ولسونو په همکارۍ به د سولې بهير ته کار کوي، ځکه چې له سولې پرته د بيا رغونې کارونه ناشوني دي.
په ورته وخت کې بيا په ولسی جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال وویل، چې زابل کې هيڅ داسې برخه نشته، چې ستونزه دې ونه لري.
هغه د نوي والی او مرستیال څخه هیله وکړه ،چې دغه ولايت ته بنسټیز کارونه وکړي.
په همدې حال کې بيا د ولايتي شورا رېیس عطاء جان حق بيان بیا له نوي والي څخه هيله وکړه چې د دغه و لایت ګمرک ورته جوړ کړي.
هغه زیاتوي چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسواليو کې ملکي ادارې هيڅ خدمات نه وړاندې کوي.
حق بیان له ولایتي ادارې څخه هيله وکړه چې په لرو پرتو سيمو کې د بندو شویو ادارو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې کړي، څو ستونزو ته يې دپای ټکی کېښودل شي.
هغه يو شمېر ادارې هم په دې تورنې کړې چې د دوی د بې کفايتۍ له امله په روان کال کې يوازې دولس سلنه بوديجه مصرف شوې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې بسم الله افغانمل د زابل د والي په توګه دنده ترسره کوله.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته