امنیت

څلورڅلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د ثور ديرشمه :
د هيواد په ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو چاڼيزعمليات دوام لري او په نويو پرمختياووکې د ډار اچوونکو د يوه قوماندان په ګډون ٤٤ تنه ډار اچووزنکي وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات له جوزجان ولايت د آقچې، د بغلان ولايت د مرکزي بغلان او د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې د ډاراچوونکو د يوه قوماندان ملا زمان په ګډون ٤٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧٤ تنه نوريې  ټپيان شول .
دغه رازددغوعملياتوپه بهيرکې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته