سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندان د شهادت په خاطر د اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان او د افغانستان ميړنى او زړور بچى جنرال محى الدين غوري د ده د سپرلۍ هليکوپټر د راغورځيدو له امله شهيد شوى دى.
د دغه ميړني قوماندان شهادت چې د خلکو د دفاع او د لوړو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې له منځه تللى دى؛ د ده کورنۍ، ملاتړو، دوستانو او د افغانستان ټول آزاد ملت ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوم او د جميل صبر هيله ورته کوم. دغه راز د بادغيس د ولايتي شورا رييس او د دغه ولايت د ملي امنيت د رييس د بيا بشپړې روغتيا هيله کوم.
شهيد جنرال محى الدين غوري د دغه هېواد يو رښتينى قوماندان او د يوه متبحر او مسلکي افسر په توګه و چې خپل ټول ګران عمر يې د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې وقف کړ.
له کوم ترديد پرته چې د ده شهادت افغانستان ته يوه ستره ضايعه ده، خو په صراحت کولاى شو ووايو چې د هېواد په امنيتي ځواکونوکې په زرګونو زرګونو اتلان شته چې په متانت او زړوړتيا سره دغه تشه ډکه او د دښمنانو په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.
ټولو روغتيايي ادارو ته امر شوى دى، د هغوکسانو په علاج او درملنه کې چې په دې پيښه کې ټپيان شوي دي؛ په ټول توان سره او په دقيقه توګه پاملرنه وکړي او په دې لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
زه يوځل بيا شهيد غوري ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د فردوس جنت ،پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او د دغې پيښې ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته