امنیت

په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په لسګونو تنه ډار اچوونکي پرون دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي او دفاعيي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دهيواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دننګرهار ، غزني ،پکتيا ،پکتيکا ،قندهار زابل،فراه ،بلخ ،جوزجان ،کندز ،بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧٣ تنه نوريې ټپيان شول .
دهيواد دامنيتي او دفاعيي ځواکونو په دغو عملياتو کې چې دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول دغزني ولايت دناوې ، داندړو او دقرباغ دولسواليو په مربوطاتو کې دکامران په نامه ديوه پاکستاني جنرال په ګډون په لسګونو تنه ياغى طالبان ووژل شول او د دښمن يو روزنيز مرکز، يوه ډيپو ٣٥ موټرونه او موټر سايکلونه او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې له منځه وړل شوي دي ، د زابل ولايت دنوبهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٣٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول دجوزجان ولايت دقوش تيپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې اتلس تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه ټپيان شول او دهلمند ولايت دخانشين او دګرمسير ولسواليو په مربوطاتوکې ٢٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دغه راز دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو او د ملي پوليسو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې د طالبانو دقوماندان ملا نصر الله هجران په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول ، دفراه ولايت دپشت رود او دبالابلوک دولسواليو په مربوطاتو کې ٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول ، دننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٦ تنه ياغيان ووژل شول او يو تن ټپي شو او د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه دار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته