ښوونه او روزنه

له يوې روزنيزې دورې څخه د افغانستان د لويديځ د رواني روغتيا د يوې ډلې سلاکارانو فراغت

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
په هرات ولايت کې د جنوب لويديځې حوزې د رواني روغتيا ٢٥ تنه سلاکاران له يوې روزنيزې دروې څخه فارغ شول.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوي و، د هرات ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر تمنا، اروا پوهان د انسانانو په ژوندانه کې د اصلي الګو او سلاکارانو په توګه وبلل او ويې ويل چې د رواني روغتيا سلاکاران کولاى شي چې د انسانانو په شخصي ژوندانه کې د رواني ستونزو او اختلالاتو د لرې کولو په لاره کې مناسبې سلامشورې ورکړي.
ده وويل: اروا پوهنه يو علمي او څيړنيز چلند دى چې کولاى شي د رواني ناروغانو ذهن، ذهني بهير او چلند په مثبت ډول بدل کړي.
د رواني روغتيا يو سلاکار وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې اروا پوهان د رواني او روحي اختلالاتو د لرې کولو په لاره کې ارزښتناک رول لوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته