امنیت

په هرات کې په رڼا ورځ په ډزوسره د دوو ورونو وژل

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو نن دوو ورونو په رڼا ورځ او دخلکو دسترګو په وړاندې په ډزو سره ووژل .
په دې بريد کې له دغو دوو ورونو څخه يويې مړ اوبل يې سخت ټپي شوى دى .
دغه بريد د انجيل ولسوالۍ دکلخي ژرندې په سيمه کې هغه وخت وشو چې وسله والو کسانو دصفي الله او نعمت الله په نومونوپه دوو ورونو ډزې وکړې.
  عيني شاهدان وايي چې يرغلګر له ډزو وروسته وتښتيدل اوتراوسه پورې ددغو ډزو انګيزه اودهغه دعاملينو هويت نه دى روښانه شوى .
  پوليس وايي چې ددغې پيښې دعاملينو د نيولو او پيژندلولپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په همدې حال کې دهرات ښار د روغتون يومسوول محمد رفيق شيرزي دټپي ځوان روغتيايي حالت ښه بللى دى .
دا نن په هرات کې دويم ترور دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته