امنیت

ملاحسن ونيول شو اولس تنه نور وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دتلې ٢٢
په بغلان ولايت کې تيره شپه دملي اردو او دايتلاف دخاصو ځواکونو په عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار محمدکمين باختر آژانس ته وويل :- دغه عمليات پرون دملي اردو دخاصو ځواکونو او دايتلاف دقوتونو په ګډون دمرکزي بغلان دبلوچانو دکلي په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى يو قوماندان ملاحسن سخت ټپي شوى و ونيول شو او د درملنې لپاره په کندز کې دآلمانيانو روغتون وليږدول شو.
يوه اړوند خبرځاى وويل، په دغو عملياتو کې دملي اردو دخاصو ځواکونو دټولي قوماندان جکتورن مجيب الرحمن او دهغوى يو شمير نور ځواکونه ووژل شول او يوشمير نوريې ټپيان شول چې دقيق شميريې تراوسه پورې څرګند نه دى.
ويل کيږي چې يو شمير وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو له خوا نيول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته