امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ونيول شول

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
پنځه تنه په ډار اچوونکو ډلوکې د غړيتوب په تور په لغمان ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان تېره شپه په داسې حال کې چې وسلې ورسره وې؛ د قرغه يي ولسوالۍ په شرشره کلي کې ونيول شول .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نيول شوي کسان په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت وو.
خبرپاڼه زياتوي: له نيول شويوکسانو څخه پنځه وسلې او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته