سیاست

اجرائيه رئيس دايساف ځواکونو له پخواني عمومي قوماندان سره وکتل

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٨ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن  په افغانستان کې دايساف دځواکونو له پخواني عمومي قوماندان جنرال ديويدمکرنن  سره  په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې   کتنه کې دافغانستان دامنيتي حالت ، دوسله والو ځواکونو دپياوړتيا، او دملي اردو او  دملي پوليسو په ليکو کې  دپوځي مشرانو دښوونې او روزنې  داغيزمن لارو  چارو په باب خبرې اترې وشوې.
مکرنن  دافغانستان  دوسله والو ځواکونوپه ليکو کې  مهم پرمختګونه او ددغو ځواکونو  لوړ جنګي مورال وستايه او ويې ويل  چې په افغانستان کې  دغوڅ ملاتړ دځواکونو  له قوماندان سره په همکارۍ کې  دافغانستان دوسله والو ځواکونو دپياوړتيا ا وسمبالولو په باب کار کوي.
دهېواد اجرائيه رئيس په افغانستان کې دده  په تيرو ماموريتونو کې د ښاغلي مکرنن  هلې ځلې  او دهېواد دوسله والو ځواکونو د لا زياتې پياوړتيا په لاره  کې دده هلې ځلې او نظريې ګټوروې  وبللې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته