کابل باختر د ليندى شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې نن دبم دچاودنې له امله دملي اردو دپنځو تنو سرتيرو په ګډون اته تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه رامنځته شوه .
دننګرهار ولايت دسره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دملي اردو پنځه تنه سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې، بم په يوه موټر کې ځاى پرځاى شوى و او ټيک له ساحې څخه دپوځيانو دکاروان دتيريدو په وخت کې له لرې واټن څخه چول شوى دى .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې يوسرتيرى اويوملکي وګړى وژل شوي او څه ناڅه ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
په ننګرهار کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې چاودنې ددريو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل