سیاست

جمهور رئیس غني د چین د ولسي جمهوریت له لوی درستیز سره وکتل

کابل_ باختر د کب د مياشتې١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د چین د ولسي جمهوریت له لوی درستیز جنرال فان فین هوی او ملګري  پلاوي سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز جمهور رئیس ته د افغانستان او سیمې په هکله د چین د جمهور رئیس د نظریاتو، پلانونو او برنامو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.
جنرال فان فین هوی وویل، د چین خلک تراوسه هم په نړیوال بانک کې ستاسو د ماموریت پرمهال د چین په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامین او تطبیق یادونه او قدرداني کوي.
هغه وویل، د چین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې د تامین، د اړیکو د پراختیا او له  ترهګري سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت هڅې او اقدامات ستایي او همدارنګه یې جمهور رئیس ته د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ. 
جنرال فان فین هوی وویل، هېواد به یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت مرسته وکړي.
د چین لوی درستیز جمهور رئیس غني ته د چین په استازیتوب د ده د هغې طرحې د ملاتړ ډاډ ورکړ، چې د شانګهای په غونډه کې یې له ترهګري سره د مبارزې په خاطر د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه مطرح کړې وه. هغه وویل، چین به راتلونکی اوړی د دغې طرحې د تطبیق په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانوغونډه جوړه کړي.
جنرال فان فین هوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوی ګواښ دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوادونو د څلور اړخیز چوکاټ له مخې ترسره شي. نوموړي همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو دشریکولو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.
د چین لوی درستیز د ترهګريزو ګروپونو د شتون په هکله خپله اندېښنه وښوده او د ترهګري د نړیوال ګواښ پر وړاندې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه وستایله.  هغه ټینګار وکړ، چې د چین ولسي جمهوریت به له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د خپلو امکاناتو په رڼا کې همکاري زیاته کړي.
جمهور رئیس غني د چین د لوی درستیز د معلوماتو له اورېدلو وروسته له افغانستان سره د چین د ولسي جمهوریت د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان له چین سره د دوستانه اړیکو او ښو مناسبتاتو د لا پراختیا هڅه کوي.
د هېواد جمهور رئیس ترهګري یوازې د افغانستان نه، بلکې د چین، سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه او زړورتیا د ترهګري پر وړاندې مبارزه کوي.
محمد اشرف غني وویل، ترهګر د سیمې په هېوادونو کې له نظامي زده کړو وروسته افغانستان ته راځي، چې تېر کال یې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیت د ګډوډولو په موخه ترهګریز بریدونه او فعالیتونه ترسره کړل.
محمد اشرف غني همدارنګه د چین له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې د ترهګري پر ضد د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه یې د ده طرحه خوښه کړې او د یادې طرحې د عملي کولو په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړوي.
جمهور رئیس غني د ترهګري پر ضد د ګډې مبارزې په موخه د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د هېوادونو طرحه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مبارزه باید د واضح میکانیزم او د ترهګرو تر منځ د ښه او بد له تفکیک پرته ترسره شي او له ټولو ترهګریزو ډلو سره باید یو ډول چلند وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته