-هرات/ باختر دزمري نولسمه :
په هرات ښارکې د جواديه جومات د تروريستي بريد د شهيدانو په لسګونو کورنيو او ټپيانو نغدي مرستې وويشلې شوې .
دغه مرستې نن د هرات د والي محمد آصف رحيمي له خوا دشهيدانو په کورنيو او ټپيانو وويشلې شوې او په همدې حال کې ټينګار وشو چې په پرله پسې ډول دې د دغو کورنيو ملاتړ وشي .
د هرات والي يو ځل بيا د شهيدانو کورنيو او پاتې کسانو ته د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او ټپيانو ته يې د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د بيا روغتيا هيله وکړه .
په جواديه جومات کې د تيرې اوونۍ تروريستي بريد چې په پراخه توګه دملي او سياسي شخصيتونو، نړيوالو موسسو، دملګروملتو دسازمان او د بشر دحقوقو د سازمانونو ، سفارتونو او د ديپلوماتيکي مراجعو له خوا وغندل شو، څه ناڅه ٣٨ تنه شهيدان او ٦٨ تنه نور ټپيان شول .
دغه بريد د هرات د خلکو ترمنځ د پيوستون او همغږۍ څپې را وپارولې او د هېواد د جمهور رييس او د جګپوړو دولتي مقاماتو پښې يې هم دغه ولايت ته را وکښلې .
جمهور رييس د قربانيانو د کورنيو ترمنځ دغه بريد بشري ضد جنايت وباله او په عاملانو يې لعنت ووايه .
د هرات والي هم د تيرې اوونۍ په وروستيو وختوکې په روغتون کې د دغې پيښې د ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه او روغتيايي چارواکو ته يې لارښوونه وکړه چې په خپل ټول توان سره د ټپيانو په درملنه کې استفاده وکړي .
د جواديه جومات د بريد د شهيدانو په کورنيو او ټپيانو د نغدي مرستو د ويش بهير له بېلابېلو ادارو څخه د موظف هيئت تر نظر لاندې تعقيبيږي .
0 1 دقیقه لوستل