خبرونهامنیت

دوه تنه په غور کې د غلا په تور ونیول شول

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
د غور امنیتي مسوولینو پرون د دغه ولایت د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غلا په تور د دوو تنو د نیولو خبر ورکړ.
د غور یو امنیتي خبرځای باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان امنیتي ځواکونو په پسابند ولسوالۍ کې په عملیاتو کې نیولي.
هغه وویل په دوی تور لګول شوی، چې د یو دکان مالونه یې غلا کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته