سیاست

د جمهوري رياست د لومړي معاونيت يوشمېر امنيتي منسوبينو ته مډالونه او ستاين ليکونه ورکړل شول

کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
هغه مډالونه او ستاين ليکونه  چې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت  د محافظت د اداري يوشمېر منسوبينو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام له خوا منظور شوي و ، پرون په صدارت کې  دمراسمو په ترڅ کې  هغوى ته ورکړل شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په هغو مراسموکې چې له همدې امله دصدارت په انګړ  کې پرځاى شول؛ دجمهوري رياست دلومړي معاونيت  دمقام ددفتر  سرپرست  فيض الله ذکي دخبرو په ترڅ کې  په فارياب او سرپل ولايتونو کې  د عملياتو د ارزښت يادونه وکړه  او  ويې ويل چې په دغو عملياتو کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او دده دملګرو ګډون   دامنيتي او دفاعي ځواکونو د مورال سبب شول او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  حالاتو ته متوجه  دى  او هلې ځلې کوي چې په هېواد کې امنيت او ثبات په ښه ډول تامين کړي.
ذکي زياته کړه  چې ددغو عملياتوپه نتيجه کې دتروريستانو له منګلو څخه ټولې سيمې آزادې شوې او ددې سبب شول چې خلک بيرته خپلو کورونو ته راستانه شي او خپل عادي ژوندانه ته دوام ورکړي.
وروسته  د غازي محمدايوب خان ، غازي محمد اکبر خان ، د ميړانې په خاطر  او د سنګردارانو مډالونه د لوړ رتبه چارواکو د ادارې ديارلسو تنو لوړ رتبه افسرانو او بريدملانو ته ورکړل شول.
په دغو مراسمو کې دغه راز  يوشمير نورو امنيتي ځواکونو ته لومړۍ درجه ستاين ليکونه چې دجمهوري رياست له خو امنظور کړى شوي و ، ورکړل شول.
د يوبل خبرله  مخې :
دلومړي معاونيت داقتصادي او ساختماني چارو سلاکار ديپلوم انجنير لعل محمدتاشي دپنجشير ولايت ته لاړ او دشهيد احمدشاه مسعود په مزار يې دګلو دګيډې په ايښودلو سره د دغه شهيد  او دجهاد اومقاومت دلارې دنورو شهيدانو روح ته يې دعا وکړه.
انجنير تاشي د باخترآژانس خبريال ته وويل :  احمدشاه مسعود  زموږ دخلکو مبارز او اتل بچى و او زموږ خلک د ده مبارزې دتل لپاره په ياد لري او د هېواد دخپلواکۍ دلارې د ټولو شهيدانو خاطرې به دتل لپاره درناوى وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته