کابل_باختر د زمري د مياشتې١٠مه :
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د نورستان ولایت په مرکز پارون کي له امنیتي او نظامي مسؤلینو سره د یاد ولایت د امنیتي حالت په اړه ناسته وکړه او د مسؤلینو ستونزي یې واورېدې.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ولایتي نظامي او امنیتي مسؤلینو وویل،چي د ولسوالیو بندي لاري، د کافي امنیتي ځواکونو نه شتون او د موجودو امنیتي قواوو نیمګري اکمالات یې اساسي ستونزي دي او باید ورته لازمه توجه وسي.
هغوی د امنیتي ځواکونو د تقویې لپاره د نورو اسلحو او مهماتو غوښتنه وکړه او د همسایه ولایتونو له امنیتي قواوو سره یې د همږغۍ په برخه کي د لازمو لارښوونو وړاندیز وکړی.
مسؤلینو یادونه وکړه، چي ولسونه د امنیتي ځواکونو سره همکار دي او په اکثرو ساحو کي یې خپله د دښمن د تحرکاتو مخنیوی کړی دی او خپلي سیمي یې ساتلي دي.
د نورستان ولایت د محبس لپاره د ولایت امنیتي مسؤلینو د نوري توجه غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه،چي د ولسوالیو په کچه دي هم توقیف خانې جوړي سي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله امنیتي او نظامی مسؤلینو ته وویل،چي د یاد ولایت امنیتي وضعیت یې د کارونو په اولویت کي قرار لري او فعالیتونه به یې تعقیب کړي.
نوموړي زیاته کړه،چي د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیتي لوی ریاست به په نورستان کيد خپلو اړوندو منسوبینو د ستونزو د حل په موخه د ولایتي مسؤلینو له اړتیاوو او وړاندیزونو سره سم اجراات وکړي.#
0 1 دقیقه لوستل