ټولنه

پنځه پروژې په لوګر کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

پل علم باختردتلې دمياشتې ١٨نيټه :
دڅه دپاسه ٦٦ ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو پروژو کارپه لوګر ولايت کې بشپړ او پرون  ګټې اخيستنې  ته وسپارلې شوې .
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  ددغو پروژو دپرانستلو په غونډه کې   چې دکرنې او اوبولګولو وزير ، دلوګروالي ، دولايتي شورا رئيس  ، دپوځي اوملکي ادارو درييسانو ، بزګرانو او دقومي مشرانوپه ګډون په پل علم ښارکې جوړه شوه  دلوګرولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس انجينرمحمد دين مومند وويل  له غير مشروطې بودجې څخه دڅه دپاسه ٦٦ ميليونو افغانيو په لګښت او د مالدارۍ او بڼوالۍ دپروګرام په همکارۍ دلوګرولايت دکرنې او اوبولګولو درياست اداري ودانۍ ، داوبو لګولو کانال ، درواجولو  څانګه اود انګړ ديوال ددغه ولايت په مرکز او محمداغې او دخوښۍ په ولسواليو کې په يوکال کې  جوړ شوي دي  .
په دې غونډه کې دلوګر والي  محمدانور خان اسحاق زي دغه پروژې  دلوګر ولايت دخلکو لپاره  ناکافي وبللې او زياته يې کړه  چې دهېواد  اقتصاد اوپراختيا دکرنې په پياوړتيا پورې مربوط دي.
دهېواد  دکرنې او اوبو لګولو وزير انجينر نصيراحمد دراني ددغو پروژو په تطبيقولو  کې  دامنيتي منسوبينو دهمکارۍ له امله  قدرداني څرګنده کړه اوزياته يې کړه چې دغه وزارت په راتلوونکي کال کې  دلوګرولايت لپاره د زرو کورنيو باغچو، دلوګرولايت  دمرکز او ولسواليو لپاره دبزګرانو دمحصولاتو لپاره د درې سوه سړو خونو ، بڼوالو  ته  دزرو ټنو ميوو  دساتلو په ظرفيت ددوو سترو سړو خونو او دمميزو د١٥٠ خونو  په ګډون  څو پروژې  په پام کې نيول شوي دي .
ده زياته کړه  چې داوبو  دتنظيمولو لپاره په دغه ولايت کې بندونه هم په پا کې نيول شوي دي او ددغه ولايت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې  دلوګر ولايت داړتيا وړ  پروژو  لست ډير ژر دغه وزارت ته وليږي .
دلو ګرولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي په دغه ولايت کې دکرنې او اوبولګولو وزارت دکارونو له  امله په قدردانۍ سره  زياته کړه  چې دلوګرولايت بزګران  دخپلو محصولاتو لپاره دبازار ، دڅارويو دکلينيک  دنشتوالي ،  درواجولو دبرخو دکمښت ،
دبندونو دکمښت او دوچکالۍ له امله  له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او دکرنې او اوبو لګولو له وزارت  څخه يې وغوښتل چې دلوګرولايت ته زياته پاملرنه وکړي.
دلوګرولايت دبزګرانو په استازيتوب حاجي شاولي په دغه ولايت کې دکرنې په برخه کې وروستي برياليتوبونه  ښه وبلل او زياته يې کړه  چې اوس هم بزګران له يوشمير ستونزو سره لاس او ګريوان دي  چې دبازار دنشتوالي له امله خپل زراعتي محصولات په ډيره ټيټه بيه پلوري  .
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته