سیاست

دانتخاباتو قسمي نتيجې په ډير لند ممکن وخت کې اعلاميږي .

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
دجمهوري رياست دانتخاباتو دراي ورکولو په سلوکې پنځه څلويښت  پاڼې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرکزي دفتر ته رسيدلي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نور محمد نور نن رسنيو ته وويل  دغور او فراه دولايتونو له څلورو ولسواليو پرته دراي ورکولو  ټولې پاڼې  دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون ولايتي دفتر ته رسيدلي دي  اوله دې جملې څخه دراى ورکولو  په سلوکې څه دپاسه پنځه څلويښت پاڼې مرکزي دفتر ته رسيدلي دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به په سلوکې  پنځه راى اعلام شي .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دويندوى دڅرګندونو له مخې  مشکوکې راى پيژندلې  شوي دي او ټاکل شوې  ده دکتوونکو  دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانو داستازو او د رسنيو په وړاندې وڅيړل شي اوکه چيرې  ثابته شي  چې هغه تقلبي راى دي ،باطلې  شميرل کيږي  او قرنطين  به شي . ټاکل شوې ده دجمهوري رياست دانتخاباتو لومړني نتيجې  دروان کال دثور دمياشتې  په څلورمه نيټه په رسمي ډول اعلام شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته