سیاست

دمشرانو جرګې دويم نايب دپکتيا ولايت ديو شمير اوسيدونکو ستونزې او شکايتونه واوريدل

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د پکتيا ولايت د يو شمېر اوسېدونکو ستونزې او شکايتونه واوريدل
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې یو تن دنورو په استازیتوب ددې ولايت د پوليسو دتشکيل د زياتوالي، د پوهنې په رياست کې د پراخ فساد اود دولتي ځمکو د غصب څخه د مخنیوي، د پراختيايي پروژو د پلي کېدو، د ګرديز- زرمت سړک د کرېړاچولو، د مچلغو د بريښنا بند د عملي کار په پيل او د دې ولايت دامنیت په ځانګړي توګه د جانخېلو ولسوالۍ د امنيت دټينګښت غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې دويم نايب د پکتيا ولايت د اوسېدونکوغوښتنې موجه وبللې او ژمنه يي وکړه،چي ياد موارد به د رسيدګۍ په موخه له اړوندو مسئولانو سره مطرح کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته