سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د منګولیا د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٧ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د منګولیا هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي " دمبین اورګن " باور لیک په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، ښاغلي " دمبین اورګن" د خپل هېواد د جمهوررئیس نېکې هیلې او د درناوي مراتب جمهوررئیس حامدکرزي ته  ورسول، وې ویل چې منګولیا له افغانستان سره خپلو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي او غواړي چې دغه اړیکې لا پراخې شي.
ده څرګنده کړه، هېواد یې هڅه کوي چې په افغانستان کې ډیر ژر خپل سفارت بیا پرانیزي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دې کتنه کې د دې په ترڅ کې چې د افغانستان لپاره د منګولیا نوي نا استوګن سفیر ته یې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل چې  افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او په کابل کې د منګولیا د سفارت د بیا پرانیستلو په برخه کې د آسانتیاوو د برابرولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته