اقتصاد

داوړو دبيو لوړوالى دانديښنې وړ دى .

کابل باختر دوري يوولسمه :
دخوراکي توکو په تيره بيا داوړو دبيې  ناڅاپي  لوړوالى  دکابل کم عايدو ښاريانو انديښنه راپارولې ده .
  داپه داسې حال کې ده چې لس ورځې مخکې ديوې پنځوس کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو بيه يوزرو درې سوه افغانۍ وه او اوس داړوړو هماغه بودجي  دخوراکي توکو په دوکانونو اومندوي کې  په يوزرو پنځه سوه افغانيو پلورل کيږي .
دکابل يو اوسيدونکي نور الله خليل چې ديوې اته کسيزې کورنۍ  متکفل دى او مياشتنۍ عايديې  له لسو زرو افغانيو څخه  لږ دى  دباختر اژانس خبريال ته وويل دولتي مسوولين دې په بازار کې دبيو څارنه وکړي او هغوى ته دې ثابته نرخنامه ورکړي شي .
دکابل مندوي دوکانداراحمد الله وويل دڅو ورځو په ترڅ کې  اوړه او غوړي چې له پاکستان څخه راوړل کيږي بيې لوې شوي او آن قزاقي  اوړه هم په خپله هماغه ثابته بيه پاتې دى .
دکابل ښار دخوراکي توکو دسوداګرو د اتحاديې رييس  فضل الرحمن  وويل دپاکستاني اوړو دبيې دلوړوالي لامل ، په پاکستان کې  دغلوډانو دحاصلاتو راټولول او له اوړو څخه  دتشيدو په حال کې دهغه هيواد ګوډامونه  دي  او اوس په هماغه  کچه چې دپاکستان دخلکو اړتيا ده اوړه وړاندې کيږي او افغاني سوداګر دې ته اړ دي چې توکي په لوړه بيه ترلاسه کړي او کابل ته  يې راوليږدوي
هغه وايي  داستونزه موقتي ده کله چې په پاکستان کې  دغنمو حاصلات  راټول شي بيه يې هم راټيټه شي .
  دافغانستان دسوداګرۍ  او صنايعو  دخونې دمرستيال خانجان الکوزي  وويل دقزاقي  اوړو بيه په خپل حال پاتې ده  اوس په پاکستان کې  دغنمو دحاصلاتو دراټولو وخت دى ، داوړوپه لحاظ  پاکستاني زيرمې  تشي  شوي چې داوړو کموالي په عرضه او تقاضا کې خپلې اغيزې لري او له  بلې خوا هغه مواد چې له پاکستان  څخه افغانستان ته راوړل کيږي دهغه هيواد حکومت له هر ټن څخه دوه زره پاکستاني کلداري دمحصول په توګه اخلي .
ده زياته کړه دنړۍ په کچه دخوراکي توکو په تيره بيا په هرټن  اوړو او غوړو کې پنځوس ډالره زياتوالى راغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته