امنیت

دداعش په ډلې پورې ٦٠ غړي ووژل شول

 کابل باختردليندۍ دمياشتې٣٠ نيټه :
دملي اردو دمنسوبانوپه عملياتو کې دننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دداعش په ډلې پورې  شپيته  تنه غړي ووژل  شول..
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري باخترآژانس ته وويل ؛
دغه عمليات دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ په پيراخيل وزير کې دداعش دډلې دځالو له منځه وړلو په خاطر ترسره شوي دي چې له امله يې  په دغي ولسوالۍ کې ٥١  لوى او واړه کلي دداعش له شتون څخه پاک شوي  اوددغې ولسوالۍ کليو ته دخلکو دبيرته ستنيدو زمينه برابره شوي ده.
وزيري زياته کړه په دغو عملياتوکې چې امنيتي اودفاعي ځواکونودهېواد  د هوايي ځواکونوپه ملاتړ ترسره کړل دداعش دډلې دعمر په نامه  ديوه قوماندان په ګډون شپيته تنه  ووژل شول  ٦٦ تنه ټپيان   او دوه تنه ونيول  شول .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ په دغو عملياتو کې دوسلو او مهماتو يوه ډيپو، دنشه يي توکو څلور کارخانې  اودهغوى څو کلک مرکزونه  او په لسګونو ډول ډول وسلې او مهمات يا له منځه وړل شوي اويا ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛ دملي اردو دځانګړو عملياتو په بهيرکې دمارجي ولسوالۍ
لپاره دطالبانوتش په نامه ولسوال په حاجي قاري مشهور قاري فدامحمد له يوه
سيمه ييز قوماندان سره دهلمندولايت په مارجې ولسوالۍ کې ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې ؛ د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې روزګان ولايت  دترينکوټ د مرکز په سوله ، هزاره ګي ،کفترخانه ، مانده ، چپه خاک اولنده کوټه  کليو کې دوسله والوتروريستانو دځالو د له منځه وړلو په مقصد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوله خوا ترسره شول د دغو عملياتو په نتيجه کې  ٤٢ تنه وسله وال ډاراچوونکي ووژل شولو ٢٠ تنه ټپيان  او يو ميل بم غورځوونکى ، درې توغندي ويشتوونکي، يو ٨٢ ملي متري توپ  او ددښمن ١٧سپکې وسلې  هم له  منځه وړل شوي   او ٣٠ ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته