امنیت

اجرائيه رئیس په هلمندکې شوی ځانمرګی برید په کلکه غندي

کابل_باختر د وږي د مياشتې١
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا په هلمند ولایت کې زموږ یوشمېر بېګناه هېوادوال د ویر په ټغر کېنولي دي. د افغانستان د پرمختګ او ودې دښمنانو نن په یوه موټر بم سره په لښکرګاه ښار کې زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ځينې يې ټپيان کړي دي.
په دې ځانمرګي برید کې چې د موټر په وسیله ترسره شو، په سیمه کې د رحمانیه جامع جومات او دیني مدرسې هم دروند زیان لیدلی دی.
د افغانستان دښمنانو یوځل بیا په دې نه بښوونکي جنایت سره وښوده، چې د حشت هېڅ ډول پولې نه پېژني، بلکې له هر فرصت نه په استفادې سره هڅه کوي چې خلک ووژني، تاسیسات ویجاړ کړي او آن د خدای(ج) په کور هم رحم نه لري.
زه دا برید په کلکه غندم او اعلانوم چې دا ډول بریدونه چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ماتې او کمزوري نندارې ته ږدي، د افغانانو مورال او روحیه نشي کمزوری کولای، بلکې ټول افغانان به په یوه موټي ډول د ترهګرو مخ تور کړي. وحشت او جنایت نور په دې ټولنه کې ځای نه لري، ځکه افغان امنیتي ځواکونه به د خدای (ج) په مرسته او د خپل ویاړلي ملت په ملاتړ د ترهګرو ځالې ختمې او اهداف به یې شنډ کړي.
زه به دې پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره ځان شریک بولم، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بېړۍ روغتیا هیله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته