امنیت

په زابل کې سلو تنو ته د حرفوي زده کړو پروګرام پيل شو

قلات باخترد زمري د مياشتې ۲ مه
د زابل په مرکز قلات کې د دغه ولايت د کار،ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولينو ریاست له خوا سلو تنو زابلیانو ته د کاري زمینې د برابریدو په موخه د حرفوي زده کړو شپږ مياشتني کورسونه  پرانیستل شول.
  د زابل د کار او ټولنیزو چارو رېیس خالد عمر  باختر اژانس ته وویل دغه سل تنه چې له جملې يې  شل تنه ښځینه او پاتې نور يې نارینه دي د کمپیوټر، خياطۍ ،نل دواني،بريښنا جوړونه او موليد جوړونې   په برخه کې روزنه ورکول کيږي.
عمر زياته کړه چې هر زده کوونکي ته به په ورځني ډول د ترانسپورټ په نوم څلویښت افغانۍ ورکول کیږي او ددې تر څنګ به ددغو کورسونو له پای ته رسېدو وروسته ټولو زده کوونکو ته له مسلک سره سم کاري سامان هم ورکول شي.
د عمر په وينا د دغې پروژې لګښت د کار ،ټولنيزوچارو ،شهیدانو او معلولينو وزارت د انکشافي بوديجه څخه ورکول کيږي چې ټول لکښت يې څلور ميلون افغانې کيږي.
بل خوا د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ سر پرست محبوب محبت  هم په دغه ولایت کې د مسلکي کسانو د نه شتون ستونزه په ګوته کوي او دغه ډول کورسونه  د مسلکي کسانو په زیاتېدو کې ارزښتناک بلي.
محبت  وویل په هیواد کې اوسنۍ جګړې د وزګارتيا زيږنده ده  او که خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي نو له هیواد څخه به مو د روانو بدمرغيو ټغر ټول شي.
پر همدې مهال یو شمېر ښځینه او نارینه زده کوونکو د دغه کورسونو په پرانستلو خوښي وښودله او زياته يې کړه چې د دغې لارې به وکولاي شو چې خپلو کورنيو سره په مسوليت اخيستلو کې همکاري وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته