سیاست

حامد کرزي د بې پیلوټه الوتکې برید وغانده

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه
حامد کرزي د خوست ولایت په علی شیر ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید په کلکو ټکو وغنده.
دپخواني جمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزی دغه برید چې په پایله کې یې زمونږ څه د پاسه دېرش تنه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول د ټولو دیني او بشري ارزښتونو خلاف بولي او په کلکه یې غندي.
حامد کرزی د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای(ج) له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې روغتیاهيله کوي.
دغه برید د ۱۳۹۴ام کال در غبرګولي په ۱۵مه نېټه د جمعې په ورځ هغه مهال تر سره شو چې زمونږ یو ګڼ شمېر هېوادوال د جنازې په مراسمو کې سره راټول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته