کابل باختر دچنګاښ ديرشمه :
اته ويشت تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د قول اردو د ځانګړو عملياتو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دکندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
نورستاني زياته کړه چې په دغوعملياتو کې ۱۴ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ۱۸ کلي ددښمن له شتون څخه پاک شوي دي او يوشمير جنګي وسايل او د دښمن څو ټينګ سنګرونه دړې وړې شوي دي او د وسله والو مخالفانوله خوا ۱۵ ښخ کړى شوي ماينونه کشف او په ساحه کې وچول شول .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ