ټولنه

په ننګرهار کې ۵۰ زره کسان پر نشه يي توکو روږدي شوي دي

 جلال آباد / د وږي ۱۵ مه / باختر
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې۵۰ زره کسان پر نشه ېې توکو روږدي شوي دي.
بې وزلي، جګړه، نا امني او ناوړه دودونه هغه څه دي چې نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد  په ټولو سیمو  کې یې  د خلکو په ژوند منفي اغیز کړی دی.
د ننګرهار د  عامې روغتیا ویاند ډاکټر ظاهر عادل د باختر اژانس له سیمه ييز  خبریال ماهر احسانزي سره  په ځانګړې مرکه کې ویلي چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې يې د ۱۴ زرو ۸۰۲ تنو درملنه کړې چې له دې جملې ۸ زره او ۹ سوه جوړ شوي دي.
د عادل په خبره اوس مهال په ننګرهار کې ۲۳۰ کسان پر نشه يې توکو روږدي تر درملنې لاندې دي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند وايې، په نشه يې توکو اخته کسان کولای شي، پرته له کوم خنډ څخه روغتون ته د درملنې په موخه ورشي، خو په جلال اباد ښار کې په نشه يې توکو اخته کسان وایي چې په روغتون کې ورته پاملرنه نه کېږي او ډاکټران يې د بسترولو لپاره په نن او سبا غولوي.
میرزا محمد چې ۵۲ کاله عمر لري وايي: څو ځل د معتادینو روغتون ته ورغلي یم، خو د روغتون مسولان راته وايي چې اوس مهال ورسره ځای نشته چې په دې بهانه يې دا شپږم کال دی چې له کورنۍ او خپلوانو لرې یم.
دی واي: سره له دې چې د نشه يي توکو په کارولو پښیمانه دی، خو په ایران کې د کار پر مهال پر نشو اخته شوی او اوس يې د بستر لپاره شخصي وس نه لري او دولتي روغتون يې په نن او سبا تېر باسي.
په همدې حال کې د ننګرهار اوسېدونکي وايي: ورځ تر بلې په نشه يې توکو د روږدو کسانو زياتوالي اندیښمن کړي دي.
له باختر آژانس سره دوی په خبرو کې له امنیتي او کشفي ادارو وغوښتل چې د نشه يي توکو د قاچاقو او پلور مخه دې ونیسئ.
د سره رود ولسوالۍ د کوچیانو لېسې ښوونکی غلام نبي وايي چې د بیکارۍ زياتوالى، د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو نه نیول او په ښارونو کې د نشه يې توکو پلور هغه لاملونه دي چې په  ننګرهار کې یې د روږدو کسانو شمېر ډېر کړی دی.
هغه له رسنیو غواړي چې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه خپرونې جوړې کړي چې نوي ځوانان او نور کسان پرې اخته نه شي.
په نشه يي توکو روږدي کسان نه یوازې په ننګرهار بلکې د پلازمینې په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته چې د اخته کېدو لاملونه یې تر ډېره بیکاري، د نشه يې توکو آزاد پلور او د تنکیو ځوانانو له هېواده تښتېدل ښودل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته