سیاست

جمهوررییس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې: د سولې تر تامین پورې په ټول قوت له هر ډول ګواښ سره مبارزه وکړئ

کابل/باختر/ د زمري ۲۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون په کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز وکوت.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: سره له دې چې د دښمن د مختلفو بریدونو له امواجو سره مو مقابله کړې، د پولیسو ستونزو ته مو رسیدګي کړې او منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې مو برابرې کړې دي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رییس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل: د دغه مرکز کارکوونکي ۲۴ ساعته خپله دنده په درې شفټونو کې اجرا کوي او تر ډېره د هېواد په کچه پر همغږۍ، د اوپراسیونونو د پلان پر جوړولو، د جزوتامونو پر پیاوړتیا او د راپورونو په ترلاسه کولو تمرکز کوي.
وروسته د ننګرهار او کندز ولایتونو امنیه قومندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو د امنیت په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررییس غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لا زیاتې هڅې وشي.
هغه زیاته کړه: د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې یې کړې او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد یې کړی او یا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه کوم چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.
جمهورريیس وویل: افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.
د هېواد جمهورريیس د سولې په اړه وویل: سوله د هېواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي.
جمهورريیس غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی.
هغه زیاته کړه: د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.
جمهورريیس په ټینګار سره وویل: جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري له زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید او شرط پرته وو، خو سوله په قید او شرط سره ده.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان څرګنده کړه: ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې یوو او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ.
هغه زیاته کړه: داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي وځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.
جمهوررییس وویل: تر اوسه هم د اطلاعاتو او عملیاتو ترمنځ ضعیفه حلقې شتون لري او باید هر امنیه قومندان په واضح او مشخص ډول د اطلاعاتو ارزونه له ما یا هم د ملي امنیت شورا له رهبرۍ سره شریکه کړي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: له تکنالوژۍ څخه فعاله استفاده ډېره مهمه ده او باید دې برخې ته پاملرنه وشي، ترڅو پر لومړیتوبونو تمرکز وشي او عملیات په اغېزمنه توګه ترسره شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د هېواد پولیسو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره به هېڅ ډول ملاتړ دریغ نه کړي.
جمهورريیس له هغوی وغوښتل هغه ډول چې د جګړې په میدان کې بریالي یاست، د ټاکنو امنیت هم په بریالي ډول تامین کړئ.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته