اقتصاد

د ملي تدارکاتو کېمسیون د یو ملیاردو افغانیو په ارزښت له دایکنډي څخه تر شهرستان پورې د سړک جوړولو او څلور نور تړونونه منظور کړل

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC)  کمېشنران دې غونډې ته د څارونکو په توګه رابلل شوي وو او له یو میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت په کې دغه پنځه تړونونه منظور شول:
– له داېکنډي څخه شهرستان پورې د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالي دسړک د دويمې برخې جوړول او قیرول؛
– په قندهار او هلمند ولایتونوکې د ولسي تړون د ملي پروګرام د اسانتیا لپاره ( د همکارې موسسې استخدام) د مشورتي خدمتونو تړون؛
– د نوي کابلبانک مرکزي دفتر او نمایندګیو لپاره د ۱۰۲ انټرنټي مزو تړون؛
– د نوي کابلنانک د مرکزي او ولایتي نمایندګیو د دفترونو د امنیت د ساتلو تړون؛
– او  د څلور چوکاټه تړون مېتود څخه په ګټه اخستنې؛ د ولسمشر د ساتنې لوی ریاست لپاره د اړتیا وړ موټرونو د پرزه جاتو تدارک.
د یادونې وړ ده چې د نوي کابلبانک د مرکزي او ولایتي نمایندګیو د فزیکي امنیت د ساتلو د تړون بیه کې ۵۰ سلنه ټیټوالی راغلی او شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ سپما شوې، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون یوځل بیا سپارښتنه وکړه چې د عامه ساتنې ریاست او نوي کابلبانک د ساتنې په برخه کې دې د لازمو امنیتي تدابیرو نیولو ته جدي پاملرنه وشي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د برېښنایي تذکرو د سېستم د تړون د تعدیل او د وخت د تمدید په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وړاندیز له بحث وروسته منظور کړ او پرېکړه وشوه چې د نوموړي تړون د پلي کولو پرله پسې څارنه دې وشي او دریمه خپلواکه مرجع دې په تېرو کلونوکې د دې تړون د پلي کولو پرمختګ، موارد او تخنیکي تجهیزات، د تادیو ډول، مالیاتي تصفیه او همداراز د قراردادي شرکت د ګټې مالکیت په هر اړخیز ډولوپلټي او وارزوي او مدني ټولنه دې هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له ارغندي څخه قندهار پورې د برېښنا د مزو د لېږد د تړون د وخت د تمدید او په دې مسیر کې د سب سټېشنونو د جوړولو ترڅنګ د پروژې د تامیناتو د ورکړې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د وړاندیز په اړه د بحث وکړ او  د وخت تمدیدي منظور شوه. د ماليې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه چې د تمویلوونکې ادارې (USAID) په موافقه دې دې پروژې د مالي مسایلو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.     
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دويم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو او اقتصاد وزارت معین او سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، سيګار، سېستیکا غوڅ ملاتړ، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، د فساد پر ضد د مبارزې شبکې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکې ګډې کمېټې، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون او همداراز د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون څارونکو هم ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته