کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
له جرمونوسره د مبارزې د پوليسو موظفينو په تېرو ٢٤ ساعتو کې ديارلس تنه غير مسوول وسله وال کسان نيولي دي .
دکورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې، له نيول شويو کسانو سره ٢٤ کلاشينکوفونه، له نهه سوه زرو ګوليو سره دوې پيکاګانې، ١٤ زغره والي تختې ، ٥٨ دوربينونه ، ٤٠ مخابرې ، ٣٣ پوځي بوټان،٢٢٠ زغره والي خولې ، ٧٣٠ پرتلې او دتومانچې ٥٥ شاژورونه دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
دغه عمليات دکورنيوچارو وزارت ددرندو جرمونوسره د مبارزې د پوليسو دموظفينو په واسطه دکابل ، هلمند ،تخار ، او بغلان په ولايتونو کې ترسره شوي دي.
ختم- ف _ اکرم