سیاست

دماليې وزير دنړيوال بانک له مقاماتو سره وکتل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون دنړيوال بانک له مرستيال کيلي پيتراو ددغه بانک له عامل رييس او اجراييوي رييس سره دجمهوري رياست په ماڼۍ کې وکتل.
دماليې وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته وويل: په دې کتنه کې داړو لورو دبروکسل کنفرانس ته دافغانستان دحکومت دتياريو دخصوصي سکتور دنړيوال بانک او مالي اصلاحاتو په برخو کې دنړيوال بانک دملاتړ په باب خبرې اترۍ وکړې.
په دې کتنه کې په جنوبي اسيا کې دنړيوال بانک رييس انتى ديکسون او په افغانستان کې دنړيوال بانک رييس هم ګډون کړى و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته