لښکر ګاه باختر د غويي د میاشتې ۳۰ مه
په هلمند ولایت کې مېشت کوچیان د یو شمېر پولیسو له ناسم چلند څخه سر ټکوي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
د هلمند ولایت کوچیانو د خپلو ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت له سرپرست والي مجاهدالله صفاري سره وکتل او د یو شمېر پولیسو له ناسم چلند څخه یې ورته سر وټکاوه.
په همدې حال کې سرپرست والي کوچیانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو ستونزو ته به یې د حل لارې ولټوي .
صفاري زیاته کړه چې؛کوچیان د دې ټولنې یوه ارزښتمنه برخه جوړوي اوهيچاته به اجازه ورنه کړي چې له کوچیانو سره توپیري او ناوړه چلند وکړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې له امنیه قومنداني سره په ګډه به د کوچیانو د ادعا مطابق ستونزه وڅېړل شي او د ورته عمل څخه د تکرار په موخه به جدي ګامونه پورته شي.پای/وصال